ایکنانیوز د قدس خبري چینل له قوله راپور راکوي، ام ابراهیم، د مسجد الاقصی د لمونځ کوونکو څخه یوه تر ټولو بوډئ میرمن ده چې کابو ۷۰ کلونه کیږي چې د عمر لوړوالي او د لارې ستونزو سره سره، خپل ورځني لمونځونه په مسجد الاقصی کې ادا کوي.
په یوې اغېزمنې صحنې کې، دا بوډئ فلسطینۍ میرمن ام ابراهیم، په یوه ویډیو کلیپ کې، مسجد الاقصی ته د داخلېدو په وخت، ښکاره کیږی، په داسې حال کې چې په آرام او پیاوړو ګامونو سره روانه ده او په احترام او محبت سره د دغه مقدس مقام په انګڼ کې ګام کېښود، لکه چې خپل کور ته ځي.
دا ویډیو په ټولنیزو رسنیو کې د کاروونکو له پراخ غبرګون سره مخ شوې او ډېرو ئې د هغې استقامت ستایلی او له بوډاتوب سره سره ئې دا میرمن د وفاداري او دوامداره بخښنې نښه ګڼلې ده.
د ټولنیزو رسنیو کاروونکو د نظرونو په اساس، ام ابراهیم په الاقصی جومات کې په لمونځ کوونکو کې د مسجد الاقصی د دفاع لپاره د پیاوړتیا او کلکې ارادې په خاطر پیژندل شوې ده.
https://iqna.ir/fa/news/4311322